کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال:

د چرګانو د فارم په سکتور کې پر ځان بسیا کیدل ۷۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي

23 عقرب 1403 ساعت 12:09

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په غونډه کې د د چرګانو د فارم په سکتور کې د افغانستان پر ځان بسیاینې خبرې وشوې او په دې برخه کې د هېواد پر ځان بسیا کېدو ټینګار وشو چې داکار کولای شي ۷۰۰ زره ښاریانو ته د کار زمینه برابر کړي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال مطبوعاتی دفتر د اقتصادی کمېسیون د تخنیکی کمېټې د نوبتی غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمیټې پر وړاندې شویو موضوعاتو د بحث په ترڅ کې د چرګانو د فارم په سکتور کې د ځان بسیاینې پالیسي تصویب کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به افغانستان د چرګانو په برخه کې په بشپړ ډول پر ځان بسیا شي او د هېواد شاوخوا ۷۰۰ زره اتباعو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ هجري لمريز کال په اوږدو کې د جوړو شويو اماراتي سړو خونو په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راپور وړاندې شو.
دغه مسایل د وروستۍ پریکړې لپاره اقتصادي کمیسیون ته واستول شول.


د مطلب کود: 300552

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300552/د-چرګانو-فارم-په-سکتور-کې-پر-ځان-بسیا-کیدل-۷۰۰-زره-کسانو-ته-کار-زمینه-برابروي

آوا
  https://www.avapress.net