دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 300551
پر بیروت د اسراییلو د هوايي بریدونو دوام
د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار د بیروت په جنوبی سیمو کښې څو سیمې په هوایی حملو سره په نښه کړې.
افغان غږ خبری آژانس: نن سهار د بیروت جنوبي ښارګوټي د اسرائیلو د هوايي بریدونو شاهد وو. د رپوټونو له مخې د دغه خبر د لیکلو تر وخته پورې د دغه رژیم الوتکي د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو لس ځله بمبارۍ کړې دي.

د لبنان د رسنیو د خبر له مخې په دغو بریدونو کښې د «حاره حریک»، «اللیلکی» سیمې او د «بئرالعبد» او «الغبیری» سیمو یو طبی مرکز په نښه شوی دی.

په جنوبي بيروت کې له بمبارۍ مخکې د لبنان د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د لبنان د جبل الطارق ولايت په "جون" کلي کې پر يوې ودانۍ د هوايي بريد له امله ١٥ تنه شهيدان شوي چې په هغو کې اته ښځې او څلور ماشومان دي.

المیادین شبکې هم راپور ورکړی چې ۸ تنه جنګی کډوال چې په سیمه کې میشت وو د «جبل لبنان» ولایت په «بالشمیه» سیمه کې په بمبارۍ کې شهیدان شوی دی.

په دې لړ کښې د لبنان د عامې روغتیا د وزارت د وروستۍ اعلامیې له مخې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د یرغلګرو په حملو کښې تراوسه ۳۲۸۷ تنه شهیدان او ۱۴۲۲۲ تنه ژوبل شوی دی.
https://avapress.net/vdcjiyetvuqeyiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته