کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر بیروت د اسراییلو د هوايي بریدونو دوام

23 عقرب 1403 ساعت 12:02

د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار د بیروت په جنوبی سیمو کښې څو سیمې په هوایی حملو سره په نښه کړې.


آوا: نن سهار د بیروت جنوبي ښارګوټي د اسرائیلو د هوايي بریدونو شاهد وو. د رپوټونو له مخې د دغه خبر د لیکلو تر وخته پورې د دغه رژیم الوتکي د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو لس ځله بمبارۍ کړې دي.

د لبنان د رسنیو د خبر له مخې په دغو بریدونو کښې د «حاره حریک»، «اللیلکی» سیمې او د «بئرالعبد» او «الغبیری» سیمو یو طبی مرکز په نښه شوی دی.

په جنوبي بيروت کې له بمبارۍ مخکې د لبنان د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د لبنان د جبل الطارق ولايت په "جون" کلي کې پر يوې ودانۍ د هوايي بريد له امله ١٥ تنه شهيدان شوي چې په هغو کې اته ښځې او څلور ماشومان دي.

المیادین شبکې هم راپور ورکړی چې ۸ تنه جنګی کډوال چې په سیمه کې میشت وو د «جبل لبنان» ولایت په «بالشمیه» سیمه کې په بمبارۍ کې شهیدان شوی دی.

په دې لړ کښې د لبنان د عامې روغتیا د وزارت د وروستۍ اعلامیې له مخې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د یرغلګرو په حملو کښې تراوسه ۳۲۸۷ تنه شهیدان او ۱۴۲۲۲ تنه ژوبل شوی دی.


د مطلب کود: 300551

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300551/پر-بیروت-د-اسراییلو-هوايي-بریدونو-دوام

آوا
  https://www.avapress.net