افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کډوال چې له اسنادو پرته وو د تېرې ورځې په اوږدو کې د هوا له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د راستنیدونکو کسانو هرکلی وکړ.
د کډوالو وزارت ویلي چې د مهاجرت نړیوال سازمان له راستنیدونکو سره د ۱۵۰ یورو معادل حقوقي خوندیتوب او مالي مرسته کړې ده.
افغان اتباع ترکيې ته د کډوالۍ او يا کار لپاره اروپايي هېوادونو ته ځي.
باید وویل شي، چې له ایران او پاکستان څخه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.