د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې ترکیې په دې وروستیو کې ۳۲۵ افغان کډوال شړلي دي.
له ترکيې څخه تر ۳۰۰ ډېر افغان اتباع ایستل شوي دي
20 عقرب 1403 ساعت 11:05
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې ترکیې په دې وروستیو کې ۳۲۵ افغان کډوال شړلي دي.
آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کډوال چې له اسنادو پرته وو د تېرې ورځې په اوږدو کې د هوا له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د راستنیدونکو کسانو هرکلی وکړ.
د کډوالو وزارت ویلي چې د مهاجرت نړیوال سازمان له راستنیدونکو سره د ۱۵۰ یورو معادل حقوقي خوندیتوب او مالي مرسته کړې ده.
افغان اتباع ترکيې ته د کډوالۍ او يا کار لپاره اروپايي هېوادونو ته ځي.
باید وویل شي، چې له ایران او پاکستان څخه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.
د مطلب کود: 300344