افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو د پوهنې ریاست چارواکي د دغه ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې وویل، چې د دغه ولایت د قرق ولسوالۍ د ښوونځي نوې ودانۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست لخوا د یونیسف په مالي مرسته جوړه شوه.
هغه زياته کړه، چې دغه ودانۍ يوه درسي خونه، دفتري خونه او نور اړين ملحقات لري.
هغه په ډاګه کړه، چې د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د پوهنې د نظام پياوړتيا ته پاملرنه زياته شوې او دوى پلان لري، چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې هم ورته پروژې پلې کړي.
د يادونې وړ ده، چې په ځينو ولايتونو کې د معياري ښوونځيو نشتوالى د ځوانانو له خوا د علومو د زده کړې پر وړاندې له ننګونو څخه ګڼل کېږي.