کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې

20 عقرب 1403 ساعت 10:21

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په قرق ولسوالۍ کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د نوي ډیلي ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د میدان وردګو د پوهنې ریاست چارواکي د دغه ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې وویل، چې د دغه ولایت د قرق ولسوالۍ د ښوونځي نوې ودانۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست لخوا د یونیسف په مالي مرسته جوړه شوه. 
هغه زياته کړه، چې دغه ودانۍ يوه درسي خونه، دفتري خونه او نور اړين ملحقات لري.
هغه په ​​ډاګه کړه، چې د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د پوهنې د نظام پياوړتيا ته پاملرنه زياته شوې او دوى پلان لري، چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې هم ورته پروژې پلې کړي.
د يادونې وړ ده، چې په ځينو ولايتونو کې د معياري ښوونځيو نشتوالى د ځوانانو له خوا د علومو د زده کړې پر وړاندې له ننګونو څخه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 300338

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300338/په-میدان-وردګ-کې-د-۳۸-میلیونه-افغانیو-لګښت-یوه-نوي-ښوونځي-جوړېدو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net