افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د عقرب ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د دغه بیان سرکت له عمومي رئیس علي قاسمي سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي قاسمي د شبرغان ښار د ۴۰ میګاواټه برېښنا د پروژې د قرارداد د تمدید او ۱۰۰ میګاواټو ته د غځولو موضوع د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره شریکه کړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست هم وویل، د انرژۍ او اوبو وزارت هڅه کوي چې افغانستان د برېښنا په تولید کې پر ځان بسیا کړي.
هغه دغه راز وويل، د شبرغان د ٤٠ مېګاواټه برېښنا د توليد د قرارداد د تمديد لپاره څلور اړخيزې غونډې ته اړتيا ده، څو دا موضوع هر اړخيزه وڅېړي.