کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پلان کې ده چې د شبرغان د برېښنا شبکې ظرفیت له ۴۰ مېګاواټو څخه ۱۰۰ میګاواټو ته لوړ شي

19 عقرب 1403 ساعت 18:55

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د بیات برېښنا موسسې عمومي رئیس د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د شبرغان ښار د برېښنا د پراختیا په برخه کې د انرژۍ او اوبو له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو د جوزجان ولایت برښنا، له ۴۰ میګاواټو څخه تر ۱۰۰ میګاواټو پورې ورسوي.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د عقرب ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د دغه بیان سرکت له عمومي رئیس علي قاسمي سره وکتل. 
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي قاسمي د شبرغان ښار د ۴۰ میګاواټه برېښنا د پروژې د قرارداد د تمدید او ۱۰۰ میګاواټو ته د غځولو موضوع د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره شریکه کړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست هم وویل، د انرژۍ او اوبو وزارت هڅه کوي چې افغانستان د برېښنا په تولید کې پر ځان بسیا کړي.
هغه دغه راز وويل، د شبرغان د ٤٠ مېګاواټه برېښنا د توليد د قرارداد د تمديد لپاره څلور اړخيزې غونډې ته اړتيا ده، څو دا موضوع هر اړخيزه وڅېړي.


د مطلب کود: 300326

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300326/په-پلان-کې-ده-چې-د-شبرغان-برېښنا-شبکې-ظرفیت-له-۴۰-مېګاواټو-څخه-۱۰۰-میګاواټو-ته-لوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.net