افغان غږ خبری آژانس - کابل: چارواکي وايي، د هلمند د سیند په اوږدو کې د دوو استنادي دیوالونو په جوړېدو سره به د کروندګرو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه ځمکې له احتمالي سیلابونو وژغورل شي.
دغه دېوالونه چې شپږ سوه او لس متره اوږدوالی لري د دوو مياشتو په موده کې به په نوزاد او واشير ولسواليو کې جوړ شي.
د هلمند د سمندري حوزې د انجینري خدماتو رئیس انجنیر فرید وايي، د دې استنادي دېوالونو د جوړولو لپاره د همکار خیریه موسسې ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.