د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو د اوو میلیونو افغانیو په لګښت د دغه ولایت په سیند کې د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
د هلمند په سیند کې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو کار پیل شو
19 عقرب 1403 ساعت 14:09
د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو د اوو میلیونو افغانیو په لګښت د دغه ولایت په سیند کې د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
آوا - کابل: چارواکي وايي، د هلمند د سیند په اوږدو کې د دوو استنادي دیوالونو په جوړېدو سره به د کروندګرو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه ځمکې له احتمالي سیلابونو وژغورل شي.
دغه دېوالونه چې شپږ سوه او لس متره اوږدوالی لري د دوو مياشتو په موده کې به په نوزاد او واشير ولسواليو کې جوړ شي.
د هلمند د سمندري حوزې د انجینري خدماتو رئیس انجنیر فرید وايي، د دې استنادي دېوالونو د جوړولو لپاره د همکار خیریه موسسې ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د مطلب کود: 300297