دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 300274
په لغمان پوهنتون کې د څلورو بېلابېلو ودانیزو پروژو کار پیل شو
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په پوهنتون کې د څلورو بېلابېلو رغنیزو او بیارغونې پروژو کار پرانېست.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بیارغونې څلور بېلابېلې پروژې پرانیستې.
د لوړو زده کړو وزارت معين زياته کړه چې په دې پروژو کې د لغمان پوهنتون د احاطې دېوال، د دېوالونو رنګول، د ادبياتو پوهنځي احيا کول او له کانټينرونو څخه د ودانۍ جوړول شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو بودجه د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې د هېواد د یو شمېر پوهنتونونو ودانۍ او درسي خونې ترمیم ته اړتیا لري.
https://avapress.net/vdcbzgbfarhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته