کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان پوهنتون کې د څلورو بېلابېلو ودانیزو پروژو کار پیل شو

19 عقرب 1403 ساعت 11:25

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په پوهنتون کې د څلورو بېلابېلو رغنیزو او بیارغونې پروژو کار پرانېست.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بیارغونې څلور بېلابېلې پروژې پرانیستې.
د لوړو زده کړو وزارت معين زياته کړه چې په دې پروژو کې د لغمان پوهنتون د احاطې دېوال، د دېوالونو رنګول، د ادبياتو پوهنځي احيا کول او له کانټينرونو څخه د ودانۍ جوړول شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو بودجه د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکول کېږي.
باید وویل شي، چې د هېواد د یو شمېر پوهنتونونو ودانۍ او درسي خونې ترمیم ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 300274

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300274/په-لغمان-پوهنتون-کې-د-څلورو-بېلابېلو-ودانیزو-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net