افغان غږ خبری آژانس - د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت ۵۰۱۴ قیراط زمرد د ۲۴۵۵۰۰ ډالرو په ارزښت په ملي سوداګرو پلورل شوي دي.
د چارواکو په وينا، دغه زمرد د سږ کال د داوطلبۍ په دولسم پړاو کې د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، سيمه ييزو مسوولينو او د دغه ولايت په مرکز کې د سوداګرو په شتون کې ليلام شو.
ويل کيږي چې دغه داوطلبۍ پرون (د عقرب ۱۵مه) د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د يو شمېر سيمه ييزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د ولايت په مقام کې جوړه شوه.