کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر له ۵۰۰۰ قیراط څخه ډېر زمرد په ۲۴۵ زره ډالرو وپلورل شو

16 عقرب 1403 ساعت 10:15

د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې پنځه زره او ١٤ قیراط زمرد د ٢٤٥ زره او ٥٠ ډالرو په ارزښت پر ځايي سوداګرو پلورل شوي دي.


آوا - د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت ۵۰۱۴ قیراط زمرد د ۲۴۵۵۰۰ ډالرو په ارزښت په ملي سوداګرو پلورل شوي دي.
د چارواکو په وينا، دغه زمرد د سږ کال د داوطلبۍ په دولسم پړاو کې د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، سيمه ييزو مسوولينو او د دغه ولايت په مرکز کې د سوداګرو په شتون کې ليلام شو.
ويل کيږي چې دغه داوطلبۍ پرون (د عقرب ۱۵مه) د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د يو شمېر سيمه ييزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د ولايت په مقام کې جوړه شوه.


د مطلب کود: 300072

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300072/د-پنجشېر-له-۵۰۰۰-قیراط-څخه-ډېر-زمرد-په-۲۴۵-زره-ډالرو-وپلورل-شو

آوا
  https://www.avapress.net