افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډي ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست لخوا د خاد ولسوالۍ په ورزشي میدان کې د غیږ نیونې سیمه ایزې سیالۍ ترسره شوې.
د دايکنډي ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له خوا د لويانو په کټګورۍ کې د خدير ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو د ٢٤ تنو غيږ نيوونکو او ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزو غيږ نيونې سيالي ترسره شوه، چې په پاى کې د دغو برخوالو له جملې څخه امين رحمتي لومړى او سلمان دويم مقام خپل کړ.
په پاى کې د دغه ولايت د بدني روزنې امريت له خوا غوره غيږ نيوونکو ته جايزې ورکړل شوې.
د دايکنډي د بدني روزنې رياست مسوولين وايي، دغه سيالۍ د ورزشکارانو او خلکو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو د ودې په هدف جوړېږي.