دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 300011
هېواد ته د ټيټ کيفيت لرونکو تېلو د ١٢٨ ټانکرونو د ننوتلو مخه ونيول شوه
د مالیې وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ګمرکونو کې د ۱۲۸ ټیټ کیفیت لرونکي تېلو ټانکرونو هېواد ته د ننوتو مخه نیول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هرات، ابو نصر فراهي او نیمروز له ګمرکونو څخه د ټیټ کیفیت د تیلو دغه شمیر ټانکرونه بیرته راستانه شوي دي.

د مالیې وزارت د کیفیت او څارنې ریاست وایي، چې دغه ریاست هېواد ته د کیفیت او معیاري نفتي توکو د واردولو لپاره زمینه برابروي او هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي محصولاتو د واردولو مخه نیسي.

باید وویل شي، چې د هېواد ګمرک ته د ټیټ کیفیت د تیلو د ټانکرونو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.
https://avapress.net/vdca6wne649nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته