کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد ته د ټيټ کيفيت لرونکو تېلو د ١٢٨ ټانکرونو د ننوتلو مخه ونيول شوه

15 عقرب 1403 ساعت 11:37

د مالیې وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ګمرکونو کې د ۱۲۸ ټیټ کیفیت لرونکي تېلو ټانکرونو هېواد ته د ننوتو مخه نیول شوې ده.


آوا - کابل: د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هرات، ابو نصر فراهي او نیمروز له ګمرکونو څخه د ټیټ کیفیت د تیلو دغه شمیر ټانکرونه بیرته راستانه شوي دي.

د مالیې وزارت د کیفیت او څارنې ریاست وایي، چې دغه ریاست هېواد ته د کیفیت او معیاري نفتي توکو د واردولو لپاره زمینه برابروي او هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي محصولاتو د واردولو مخه نیسي.

باید وویل شي، چې د هېواد ګمرک ته د ټیټ کیفیت د تیلو د ټانکرونو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.


د مطلب کود: 300011

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300011/هېواد-ته-د-ټيټ-کيفيت-لرونکو-تېلو-١٢٨-ټانکرونو-ننوتلو-مخه-ونيول-شوه

آوا
  https://www.avapress.net