دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 299998
د پاریس په نندارتون کې د ۶۰۰ کیلوګرامه د افغانستان زعفرانو کلنی پلور
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې اعلان کړی چې د پاریس هېواد په ۲۰۲۴ نندارتون کې د افغانستان ۶۰۰ کیلو ګرامه زعفران پلورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه کلنی پلور ارزښت یو میلیون او اویا زره ډالرو ته رسیږی، چې د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوی. 

باید وویل شي، چې د افغانستان زعفران د خپل غوره کیفیت له امله په هېواد کې دننه او بهر ډېر پېرودونکي لري. د افغانستان زعفران په نړیواله درجه بندۍ کې هم ځانګړی مقام لري.
https://avapress.net/vdcb99b5wrhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته