کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاریس په نندارتون کې د ۶۰۰ کیلوګرامه د افغانستان زعفرانو کلنی پلور

15 عقرب 1403 ساعت 11:02

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې اعلان کړی چې د پاریس هېواد په ۲۰۲۴ نندارتون کې د افغانستان ۶۰۰ کیلو ګرامه زعفران پلورل شوي دي.


آوا - کابل: د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه کلنی پلور ارزښت یو میلیون او اویا زره ډالرو ته رسیږی، چې د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوی. 

باید وویل شي، چې د افغانستان زعفران د خپل غوره کیفیت له امله په هېواد کې دننه او بهر ډېر پېرودونکي لري. د افغانستان زعفران په نړیواله درجه بندۍ کې هم ځانګړی مقام لري.


د مطلب کود: 299998

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299998/د-پاریس-په-نندارتون-کې-۶۰۰-کیلوګرامه-افغانستان-زعفرانو-کلنی-پلور

آوا
  https://www.avapress.net