دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 299994
په کندز کې لسګونه لرغونې او تاریخي سکې کشف شوې
د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ په قره تېپې سیمه کې ۴۲ لرغونې او تاریخي سکې موندل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر رئیس احمد جاوید رنجبر وايي، که څه هم په دغو ۴۲ سکې کې چې تر لاسه شوي، تاریخي نښې په څرګند ډول لیدل کېږي، خو د د دې سکې د تاریخ، ارزښت او عمر په اړه د اړینو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره به ډیر ژر د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستول شي.

دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې يو شمېر ځايي اوسېدونکو په خپلسري ډول د قره تېپې يوه برخه کېندلې وه، چې له امله يې دغه سکې وموندل شوې.

د دوی په خبره، دغه سکې د تاريخي ابداتو له امله د امام صاحب ولسوالۍ چارواکو ته سپارل شوې دي.

باید وویل شي، چې افغانستان د بېلابېلو تمدنونو ټاټوبی دی، له همدې امله په هېواد کې ډېر تاریخي اثار شتون لري.
https://avapress.net/vdchwwnik23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته