دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 299983
چین لېواله دی چې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي
د برشنا شرکت وايي چې په کابل کې د چین سفیر له عمومي رئیس سره په کتنه کې ویلي چې چینايي پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برشنا شرکت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې اجرائیوي رئیس عبدالباري عمر په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل او د برېښنا د سرچینو او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د برشنا شرکت رئیس د برېښنا تولید په برخه کې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او پانګوالو ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د چین سفیر د دغه هېواد د خصوصي سکتور پانګوالو ته د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، ظرفیت لوړولو او په تخنیکي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال افغانستان د خپلې لومړنۍ اړتيا وړ برېښنا له ګاونډيو هېوادونو واردوي.
https://avapress.net/vdcfc1d0mw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته