کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین لېواله دی چې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي

15 عقرب 1403 ساعت 9:47

د برشنا شرکت وايي چې په کابل کې د چین سفیر له عمومي رئیس سره په کتنه کې ویلي چې چینايي پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.


آوا - کابل: د برشنا شرکت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې اجرائیوي رئیس عبدالباري عمر په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل او د برېښنا د سرچینو او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د برشنا شرکت رئیس د برېښنا تولید په برخه کې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او پانګوالو ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د چین سفیر د دغه هېواد د خصوصي سکتور پانګوالو ته د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، ظرفیت لوړولو او په تخنیکي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال افغانستان د خپلې لومړنۍ اړتيا وړ برېښنا له ګاونډيو هېوادونو واردوي.


د مطلب کود: 299983

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299983/چین-لېواله-دی-چې-په-افغانستان-کې-د-انرژۍ-برخه-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.net