دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 299945
د اسرائیلي رژیم له بریدونو وروسته له لبنان څخه سوریې ته د شاوخوا ۵۰۰ زرو کسانو راتګ
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اعلان کړی چې د سپټمبر له ۲۳مې راهیسې شاوخوا ۴۷۲ زره کسان له لبنان څخه سوریې ته داخل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اعلان کړی، چې د اسرائیلو له بریدونو وروسته له لبنان څخه سوریې ته داخل شوی ۴۷۲ زره کسان، ۳۲۸۲۹ یې لبنانی او ۲۱۶۳۶۹ یې سوریایی کډوال دی.
ويل کيږي چې زياتره دغه کسان له جنوبي لبنان څخه سوريې ته تللي دي چې هره ورځ د صهيونيسټ رژيم له خوا سخت بريدونه کيږي.
د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر دغه هیواد د اسرائیلو د بریدونو د شهیدانو شمیر ۲۹۶۸ تنو ته رسیدلی دی.
https://avapress.net/vdcdon0xkyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته