دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 299932
په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې ۲۲ کیلو ګرامه چرس له قاچاق وړونکو نیولي او د پېښې په تړاو یې یو تن نیولی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ننګرهار ولایت د مومنددرې ولسوالۍ په تورخم سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ کیلو ګرامه چرس نیولي او په تړاو یې یو تن نیولی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د نشه يي توکو يو زيات شمېر قاچاق وړونکي نيولي او د هغوى نشه يي توکي يې ترلاسه کړي دي.
https://avapress.net/vdcjthe88uqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته