کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

14 عقرب 1403 ساعت 14:03

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې ۲۲ کیلو ګرامه چرس له قاچاق وړونکو نیولي او د پېښې په تړاو یې یو تن نیولی دی.


آوا: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ننګرهار ولایت د مومنددرې ولسوالۍ په تورخم سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ کیلو ګرامه چرس نیولي او په تړاو یې یو تن نیولی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د نشه يي توکو يو زيات شمېر قاچاق وړونکي نيولي او د هغوى نشه يي توکي يې ترلاسه کړي دي.


د مطلب کود: 299932

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299932/په-ننګرهار-کې-د-نشه-يي-توکو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.net