افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کرکټ مشهور ستوری راشد خان په نړۍ کې تر ټولو زیات عاید لرونکې لوبغاړی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی د هغه ټیم غړی دی چې له ډلې یې د کال ۷۰۸ میلیونه هندي کلدارې، چې د ۷۰۰ میلیونو افغانیو معادل معاش لري.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د دغه غړي میاشتنی عاید ۵۹ میلیونه افغانۍ دی.
نوموړی اوسمهال د هند د کرکټ لیګ یو له سترو ستورو څخه ګڼل کیږي.
د یادولو وړ ده چې راشد خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو له تکړه لوبغاړو څخه دی.