افغان غږ خبری آژانس: د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۳۳۴۱ تنو ته رسیدلی چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۲۷ کسان شهیدان او ۸۶ نور ژوبل شول.
د غزې د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د غزې د تړانګې په مختلفو سیمو کښې په زرګونو کسان لا هم لادرکه دي او تر خاورو لاندې دي.