افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې ادارې يو تن مسوول انجنير محمد حليم سادات وايي، چې دغه سړک يوزرو درې سوه ٢٥ متره اوږدوالي او ٤٥ متره سور لري چې د پاخه واټونو، ګلدانونو، تنوير او د معياري سړک د نورو جزئياتو جوړول پکې شامل دي.
هغه زياته کړه، چې د دغه سړک چارې به په روان کال کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ له لوري د پلازمېنې په بېلابېلو سيمو کې د سړک جوړولو پروژې تر سره کېږي.