کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د بت خاک - مسیر حلقوي سړک د دویمې طبقې د پخولو چارې پیل شوې

13 عقرب 1403 ساعت 10:07

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند د بت خاک (ملالي) څلورلارې څخه تر مسیر پوري د حلقوي سړک د پخولو کار پیل کړی دی.


آوا: د کابل ښاروالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې ادارې يو تن مسوول انجنير محمد حليم سادات وايي، چې دغه سړک يوزرو درې سوه ٢٥ متره اوږدوالي او ٤٥ متره سور لري چې د پاخه واټونو، ګلدانونو، تنوير او د معياري سړک د نورو جزئياتو جوړول پکې شامل دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه سړک چارې به په روان کال کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ له لوري د پلازمېنې په بېلابېلو سيمو کې د سړک جوړولو پروژې تر سره کېږي.


د مطلب کود: 299832

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299832/په-کابل-کې-د-بت-خاک-مسیر-حلقوي-سړک-دویمې-طبقې-پخولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net