افغان غږ خبری آژانس : د سمنګان ولایت د فواید عامې رییس مولوی محمد رحمان محمدی وایی، دغه پل د دغه ولایت د خرم او سارباغ په ولسوالیو کې موقعیت لری او هغه زياته کړه، چې دغه پل سږ کال د سېلابونو له امله ويجاړ شوى او دغه پل ٣٦ متره اوږدوالى، ٦ متره سور او ٤ متره لوړوالى لري.
مولوي محمدي دې ته په اشارې سره چې د دغه پله د جوړېدو چارې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې شي، وويل چې د سمنګان ولايت د يو شمېر اوسېدونکو له خوا د پله جوړېدل يوه جدي اړتيا وه، خو له نېکه مرغه د جوړېدو چارې يې پيل شوې دي.
په همدې حال کې د سمنګان د والي وياند عصمت الله مرادي د والي په استازيتوب وويل چې که موږ د هېواد په جوړولو کې له يو بل سره مرسته ونه کړو نو د هېواد هيڅوک به پروا ونه کړي او له خلکو څخه مې غوښتنه ده چې د اسلامي امارت له حکومت سره همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د سمنګان ولايت د خرم، سارباغ او روي دواب ولسوالۍ د سختو غرونو په منځ کې واقع شوي او لارې يې له بادي دره تېرېږي.