کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پله کار پیل شو

12 عقرب 1403 ساعت 18:01

د فواید عامې وزارت د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مسوولینو په حضور کې یو ویجاړ شوی پول کار يي پیل کړ.


آوا : د سمنګان ولایت د فواید عامې رییس مولوی محمد رحمان محمدی وایی، دغه پل د دغه ولایت د خرم او سارباغ په ولسوالیو کې موقعیت لری او هغه زياته کړه، چې دغه پل سږ کال د سېلابونو له امله ويجاړ شوى او دغه پل ٣٦ متره اوږدوالى، ٦ متره سور او ٤ متره لوړوالى لري.
مولوي محمدي دې ته په اشارې سره چې د دغه پله د جوړېدو چارې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې شي، وويل چې د سمنګان ولايت د يو شمېر اوسېدونکو له خوا د پله جوړېدل يوه جدي اړتيا وه، خو له نېکه مرغه د جوړېدو چارې يې پيل شوې دي.
په همدې حال کې د سمنګان د والي وياند عصمت الله مرادي د والي په استازيتوب وويل چې که موږ د هېواد په جوړولو کې له يو بل سره مرسته ونه کړو نو د هېواد هيڅوک به پروا ونه کړي او له خلکو څخه مې غوښتنه ده چې د اسلامي امارت له حکومت سره همکاري وکړي. 
د يادونې وړ ده، چې د سمنګان ولايت د خرم، سارباغ او روي دواب ولسوالۍ د سختو غرونو په منځ کې واقع شوي او لارې يې له بادي دره تېرېږي.


د مطلب کود: 299812

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299812/په-سمنګان-ولایت-کې-د-۲۹-میلیونه-افغانیو-لګښت-یوه-پله-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net