دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 299751
په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه مړه، ۴ تنه ټپیان او ۵ تنه نور په سمندر کې ورک شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، دغه ترافیکي پېښه د دغه ولایت د دره ولسوالۍ په کلکک سیمه کې د یوه لینډ کروزر موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې په پايله کې دوه کسان د پېښې په ځاى کې وژل شوي، څلور نور ټپيان دي او پنځه نور د امو سیند کې لوېدلي او ورک شوي دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د پېښې لامل د موټر د سيسټم خرابېدل دي.
هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه او ځايي خلک لا هم د يادو کسانو د موندلو هڅې کوي.
https://avapress.net/vdciw3arzt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته