افغان غږ خبری آژانس: لاوروف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د یورواسیا د امنیت په اړه د مینسک په دوهم نړیوال کنفرانس کې وکړې.
روسیې تر دې وړاندې امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورنه کړې او دغه هېواد یې د روان کړکېچ پړه پر پاکستان اچولې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم پر امریکا تور ولګاوه چې د جنوبي قفقاز او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې په بهیر کې لاسوهنه کوي.
لاوروف وویل د امریکا او د هغې د متحدینو تیري کوونکي اقدامات د ټولې یوروشیا امنیت له ګواښ سره مخ کوي او د سقوط خطر یې زیاتوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په هر ځای کې چې امریکا حضور لري او مداخله کړې، وضعیت نه دی ښه شوی.
هغه وويل: "دا موږ ته څرګنده ده چې دا ناشونې ده چې هغه پخوانيو نمونو ته ورګرځو چې متحده ايالاتو د خپل عظمت په خيال کې اصلي رول لوبولی دی." په ځانګړې توګه له هغه ځايه چې امريکا د واک د تر لاسه کولو هڅه کړې، وضعيت نه دی ښه شوی. دا اړینه ده چې نوي جیو پولیټیکل واقعیتونه او نړیوال قانون په پام کې ونیول شي او د مساواتو او د ګټو د عادلانه انډول پر بنسټ نظریات رامینځته شي، نه د ځواک پر بنسټ.