کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا د مداخلې په اړه خبرداری ورکړ

11 عقرب 1403 ساعت 18:31

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې متحده ایالات او متحدین یې هڅه کوي د افغانستان د ثبات په نازک بهیر کې لاسوهنه وکړي. سرګي لاوروف دا هم وویل چې امریکا په منځنۍ اسیا کې د خپل پوځي حضور د بیا پیلولو لپاره د یوې بهانې په لټه کې ده.


آوا: لاوروف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د یورواسیا د امنیت په اړه د مینسک په دوهم نړیوال کنفرانس کې وکړې.
روسیې تر دې وړاندې امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورنه کړې او دغه هېواد یې د روان کړکېچ پړه پر پاکستان اچولې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم پر امریکا تور ولګاوه چې د جنوبي قفقاز او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې په بهیر کې لاسوهنه کوي.
لاوروف وویل د امریکا او د هغې د متحدینو تیري کوونکي اقدامات د ټولې یوروشیا امنیت له ګواښ سره مخ کوي او د سقوط خطر یې زیاتوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په هر ځای کې چې امریکا حضور لري او مداخله کړې، وضعیت نه دی ښه شوی.
هغه وويل: "دا موږ ته څرګنده ده چې دا ناشونې ده چې هغه پخوانيو نمونو ته ورګرځو چې متحده ايالاتو د خپل عظمت په خيال کې اصلي رول لوبولی دی." په ځانګړې توګه له هغه ځايه چې امريکا د واک د تر لاسه کولو هڅه کړې، وضعيت نه دی ښه شوی. دا اړینه ده چې نوي جیو پولیټیکل واقعیتونه او نړیوال قانون په پام کې ونیول شي او د مساواتو او د ګټو د عادلانه انډول پر بنسټ نظریات رامینځته شي، نه د ځواک پر بنسټ.


د مطلب کود: 299744

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299744/د-روسیې-بهرنیو-چارو-وزیر-په-افغانستان-کې-امریکا-مداخلې-اړه-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.net