دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 299721
افراطي وزیر نتانیاهو ته په خطاب کې وویل: له حزب الله سره موافقه د کابینې د سقوط په معنی ده
د صهیونیسټ رژیم ترټولو سخت وزیر بن ګویر په یوه نوی بیان کښې د دغه رژیم لومړی وزیر ته د کابینې د ړنګیدو ګواښ کړی او زیاته کړې یې ده چې که له حزب الله سره موافقه وشي نو کابینه به له مینځه یوسي .
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر په نویو څرګندونو کښې د دغه رژیم لومړی وزیر د کابینې په نسکوریدو ګواښلی دی.
دصهیونیسټ رژيم 14 چینل خبر ورکړ چې د دغه رژیم دکورنیو امنیت وزیر اتمر بن ګوور د نیواکګر رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ګواښلی دی .
نوموړي ویلي، که غواړي له حزب الله سره هوکړه وکړي، نو له ایتلافي کابینې سره یو ځای به یې حکومت نسکور کړي.
دا دوهم ځل دی چې د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر د نتانیاهو د کابینې د نسکورولو ګواښ کوی .
هغه له دې مخکې هم په غزې کښې د اوربند په باره کښې داسې دریځ خپل کړی وو چې بالاخره په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ او جنایتونو د دوام سبب شو.
https://avapress.net/vdcf01d0yw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته