کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افراطي وزیر نتانیاهو ته په خطاب کې وویل: له حزب الله سره موافقه د کابینې د سقوط په معنی ده

11 عقرب 1403 ساعت 11:25

د صهیونیسټ رژیم ترټولو سخت وزیر بن ګویر په یوه نوی بیان کښې د دغه رژیم لومړی وزیر ته د کابینې د ړنګیدو ګواښ کړی او زیاته کړې یې ده چې که له حزب الله سره موافقه وشي نو کابینه به له مینځه یوسي .


آوا: د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر په نویو څرګندونو کښې د دغه رژیم لومړی وزیر د کابینې په نسکوریدو ګواښلی دی.
دصهیونیسټ رژيم 14 چینل خبر ورکړ چې د دغه رژیم دکورنیو امنیت وزیر اتمر بن ګوور د نیواکګر رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ګواښلی دی .
نوموړي ویلي، که غواړي له حزب الله سره هوکړه وکړي، نو له ایتلافي کابینې سره یو ځای به یې حکومت نسکور کړي.
دا دوهم ځل دی چې د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر د نتانیاهو د کابینې د نسکورولو ګواښ کوی .
هغه له دې مخکې هم په غزې کښې د اوربند په باره کښې داسې دریځ خپل کړی وو چې بالاخره په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ او جنایتونو د دوام سبب شو.


د مطلب کود: 299721

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299721/افراطي-وزیر-نتانیاهو-ته-په-خطاب-کې-وویل-له-حزب-الله-سره-موافقه-د-کابینې-سقوط-معنی-ده

آوا
  https://www.avapress.net