دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 299613
په هیواد کې د وسلو جوازونه باطل کړل شوه
د کورنیو چارو وزارت د سپکو او درنو وسلو د ګرځولو پخواني جوازونه، استعلامون او مکتوبونه لغوه اعلان کړي او وايي، نوي جوازونه به د جرایمو د کشف او مبارزې ریاست د دایاک ادارې له خوا وویشل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه ( د عقرب ۹ مه) د اسلامي امارت د رهبرۍ په حواله په یوه بیان کې ویلي: د هېواد چارواکي، مامورین او ښاریان دې له جواز پرته سلاح څخه ډډه وکړی. 

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د همدې ادارې له خوا د تورو هیندارو لرونکو موټرو جوازونه هم وېشل شوي او دولتي مامورين او ښاريان له جواز پرته له تورې هینداری لرونکو موټرو څخه د استفادې اجازه نه لري.

اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د اسلامي امارت د دفاع او اطلاعاتو (استخباراتو) وزارتونو وړ کسان به له اړوندو ادارو څخه خپل جوازونه ترلاسه کوي.
https://avapress.net/vdcfy1d0mw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته