د کورنیو چارو وزارت د سپکو او درنو وسلو د ګرځولو پخواني جوازونه، استعلامون او مکتوبونه لغوه اعلان کړي او وايي، نوي جوازونه به د جرایمو د کشف او مبارزې ریاست د دایاک ادارې له خوا وویشل شي.
په هیواد کې د وسلو جوازونه باطل کړل شوه
9 عقرب 1403 ساعت 14:25
د کورنیو چارو وزارت د سپکو او درنو وسلو د ګرځولو پخواني جوازونه، استعلامون او مکتوبونه لغوه اعلان کړي او وايي، نوي جوازونه به د جرایمو د کشف او مبارزې ریاست د دایاک ادارې له خوا وویشل شي.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه ( د عقرب ۹ مه) د اسلامي امارت د رهبرۍ په حواله په یوه بیان کې ویلي: د هېواد چارواکي، مامورین او ښاریان دې له جواز پرته سلاح څخه ډډه وکړی.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د همدې ادارې له خوا د تورو هیندارو لرونکو موټرو جوازونه هم وېشل شوي او دولتي مامورين او ښاريان له جواز پرته له تورې هینداری لرونکو موټرو څخه د استفادې اجازه نه لري.
اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د اسلامي امارت د دفاع او اطلاعاتو (استخباراتو) وزارتونو وړ کسان به له اړوندو ادارو څخه خپل جوازونه ترلاسه کوي.
د مطلب کود: 299613