افغان غږ خبری آژانس: د پاتو ولسوالۍ ولسوال مولوي عبدالسلام مزمل وايي، د ګیزاب په سیمه کې د یوه لرګین پل څخه د یوه لینډکروزر موټر د چپه کېدو له امله ۸ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
ده وویل چې دا پیښه نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په مرکز کې د «کندوګک» په نوم د پله د نړېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. ټپي شو.
د دغې پېښې قربانيان د دايکنډي ولايت د پاتو ولسوالۍ د تمزان کلي اوسېدونکي وو، چې له اروزګان ولايت څخه د دغه ولايت مرکز نيلي ته روان وو.