دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۳۴
د مطلب کود : 299478
په ځینو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو امکان
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، غوربند، کابل، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سبا او بله ورځ د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان په سمندر کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل شوی دی.
دغه وزارت زیاتوي، چې د اقلیم د بدلون او د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او مستندو نړیوالو ادارو وړاندوینې ته په پام سره، په سمندري سیمو (کابل او پنج امو) کې له ناڅاپي سېلابونو سره د نسبتاً ډېر اورښت اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اکټوبر په اتمه او نهمه په سمندرونو (کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، غوربند، کابل، بدخشان) او ځینو لارو کې د بارانونو او واورو ورېدو له امله د سېلابونو د راوتلو امکان شته.
دغه وزارت له عامو خلکو غوښتي چې د سېلابونو پر مهال په پوره دقت او د سمندر غاړې ته له تګ ډډه وکړي.
دغه وزارت له اوسیدونکو هم غوښتي چې د سیلابونو او یا د سمندر د سطحې د لوړیدو په اړه راپور ورکړي تر څو د انساني تلفاتو مخه ونیول شي.
https://avapress.net/vdcefo8wvjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته