دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 299333
اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ميندو د مړينې پر زياتوالي څارنه کوي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په افغانستان کې د ميندو د مړينې پر زياتوالي اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور په دغه هېواد کې مري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د زیږون د روغتیا اړوند د مخنیوی وړ اختلالاتو له امله لوړه ده.
اتحادیې وویل: "د میندو، ماشوم او نوي زیږون د مړینې کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده. په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون د مخنیوي وړ روغتیايي پیچلتیاو له امله مري او ۲۵ سلنه افغانان په ناامنه او محرومو سیمو کې ژوند کوي."
د اروپايي ټولنې پلاوي زیاته کړه، چې افغانستان اوس مهال د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه ښځو، ځوانانو او په لرو پرتو سیمو کې مېشتو خلکو ته.
https://avapress.net/vdcexo8wxjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته