کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ميندو د مړينې پر زياتوالي څارنه کوي

6 عقرب 1403 ساعت 9:58

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په افغانستان کې د ميندو د مړينې پر زياتوالي اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور په دغه هېواد کې مري.


آوا - کابل: په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د زیږون د روغتیا اړوند د مخنیوی وړ اختلالاتو له امله لوړه ده.
اتحادیې وویل: "د میندو، ماشوم او نوي زیږون د مړینې کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده. په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون د مخنیوي وړ روغتیايي پیچلتیاو له امله مري او ۲۵ سلنه افغانان په ناامنه او محرومو سیمو کې ژوند کوي."
د اروپايي ټولنې پلاوي زیاته کړه، چې افغانستان اوس مهال د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه ښځو، ځوانانو او په لرو پرتو سیمو کې مېشتو خلکو ته.


د مطلب کود: 299333

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299333/اروپايي-ټولنه-په-افغانستان-کې-د-ميندو-مړينې-پر-زياتوالي-څارنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.net