دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 299303
د سمنګان په ولایتي روغتون کې د هیموډالیسز مرکز پرانیستل شو
د سمنګان ولايت روغتيايي مسوولين وايي، د دغه ولايت په ولايتي روغتون کې د سوداګرو په مرسته د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د هيموډاليسس مرکز (د وينې پاکولو) مرکز جوړ شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس: د سمنګان د ولایتي روغتون رییس سید عثمان حمیدي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د دغه روغتون د هیموډالیسز مرکز د پرانستلو په اړه وویل چې دغه مرکز د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې په موخه پرانیستل شو. 
هغه زیاته کړه: د هیموډالیسز مرکز د سمنګان ولایت د ښو سوداګرو له خوا د سل زره ډالرو په لګښت جوړ او د عامې روغتیا وزارت د لوړ پوړو چارواکو او نورو دولتي چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
حميدي وويل، چې د دغه مرکز په فعالېدو سره به خامخا د هېوادوالو روغتيايي ستونزې راکمې شي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به ډېر ګټور وي.
له بلې خوا د دغه مرکز د پرانستلو په مراسمو کې يو شمېر ويناوالو د روغتيايي خدمتونو پر ښه والي ټينګار وکړ او د هېواد د روغتيايي سکټور د ودې په برخه کې يې د لا زياتو هڅو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې د عامی روغتیا وزارت د پاليسۍ او پراختيا مرستيال محمد حسن غياثي، سيمه ييزو مسوولينو او د ټولنيزو ټولنو ګډون کړى و.
https://avapress.net/vdcbg9b5frhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته