افغان غږ خبری آژانس: د سمنګان د ولایتي روغتون رییس سید عثمان حمیدي د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د دغه روغتون د هیموډالیسز مرکز د پرانستلو په اړه وویل چې دغه مرکز د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې په موخه پرانیستل شو.
هغه زیاته کړه: د هیموډالیسز مرکز د سمنګان ولایت د ښو سوداګرو له خوا د سل زره ډالرو په لګښت جوړ او د عامې روغتیا وزارت د لوړ پوړو چارواکو او نورو دولتي چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
حميدي وويل، چې د دغه مرکز په فعالېدو سره به خامخا د هېوادوالو روغتيايي ستونزې راکمې شي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به ډېر ګټور وي.
له بلې خوا د دغه مرکز د پرانستلو په مراسمو کې يو شمېر ويناوالو د روغتيايي خدمتونو پر ښه والي ټينګار وکړ او د هېواد د روغتيايي سکټور د ودې په برخه کې يې د لا زياتو هڅو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې د عامی روغتیا وزارت د پاليسۍ او پراختيا مرستيال محمد حسن غياثي، سيمه ييزو مسوولينو او د ټولنيزو ټولنو ګډون کړى و.