دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۳:۴۸
د مطلب کود : 299172
په کابل کې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړل
اېمرجنسي روغتون اعلان کړی، چې د کابل ښار د "پامیر سینما" په سیمه کې له چاودنې وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه روغتون د خبرپاڼې له مخې، چاودنه نن (چهارشنبه، ۲ عقرب) شاوخوا ۲ بجې د دویم لاس جامو (کباړي) په یوه مارکیټ کې شوې ده.
د ایمرجنسي روغتون یو چارواکي ویلي، په ټپیانو کې یوه درې کلنه نجلۍ، څلور کلن هلک، یو ۱۶ کلن هلک، دوه ښځې او شپږ نارینه شامل دي. 
هغه زياته کړه، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دويم لاس جامو مارکېټ دروازه پرانيستل شوه او د خلکو د ننوتو له امله ګڼه ګوڼه رامنځته شوه.
نن ماسپښين هم يو شمېر هېوادوالو د پامير سينما په سيمه کې د چاودنې خبر ورکړى و، خو په اړه يې څه نه وو ويل شوي.
په کابل کې د اسلامي امارت امنیتي چارواکو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
تراوسه پورې ددغې چاودنې څرنګوالى نه دى مشخص شوى او نه هم کوم چا يا ډلې ددغې چاودنې مسووليت په غاړه اخستى دى.
د پامیر سینما سیمه د کابل له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده او تر ډېره د سوداګرو د کار ځای دی.
https://avapress.net/vdcfe1d00w6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته