آوا - کابل: د دغه روغتون د خبرپاڼې له مخې، چاودنه نن (چهارشنبه، ۲ عقرب) شاوخوا ۲ بجې د دویم لاس جامو (کباړي) په یوه مارکیټ کې شوې ده.
د ایمرجنسي روغتون یو چارواکي ویلي، په ټپیانو کې یوه درې کلنه نجلۍ، څلور کلن هلک، یو ۱۶ کلن هلک، دوه ښځې او شپږ نارینه شامل دي.
هغه زياته کړه، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دويم لاس جامو مارکېټ دروازه پرانيستل شوه او د خلکو د ننوتو له امله ګڼه ګوڼه رامنځته شوه.
نن ماسپښين هم يو شمېر هېوادوالو د پامير سينما په سيمه کې د چاودنې خبر ورکړى و، خو په اړه يې څه نه وو ويل شوي.
په کابل کې د اسلامي امارت امنیتي چارواکو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
تراوسه پورې ددغې چاودنې څرنګوالى نه دى مشخص شوى او نه هم کوم چا يا ډلې ددغې چاودنې مسووليت په غاړه اخستى دى.
د پامیر سینما سیمه د کابل له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده او تر ډېره د سوداګرو د کار ځای دی.