افغان غږ خبری آژانس: د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مل پاسوال حمیدالله نثار وايي، د سلطان مسعود دریم تاریخي ماڼۍ د دغه ریاست د کارکوونکو له خوا د بیارغونې په حال کې ده.
د هغه په وينا، دوى د سلطان مسعود د تاريخي ماڼۍ د بيارغونې لپاره ډله ييزې هڅې پيل کړې دي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د سلطان مسعود دریم (د غزنویانو د پاچاهانو څخه یو) د تاریخي ماڼۍ ډیری ځایونه د طبیعي پیښو او وروستیو بارانونو له امله ویجاړ شوي.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر اوسه د لرغونو اثارو د بيارغاونې او ساتنې په برخه کې ښې هڅې کړې دي.