دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 299102
په جوزجان ولایت کې ۱۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم وویشل شو
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خصوصي ادارې په همکارۍ د دغه ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې ۱۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیح الله خیراندېش وايي، دغه پروسه د بزګرانو د ملاتړ او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه پلې شوې، ځکه چې د بزګرانو د ودې او پرمختګ له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرمختګ شوی دی.
ده زياته کړه: په دې بهيرکې هر بزګر ته پنځوس کيلوګرامه دغنمو تخم، پنځوس کيلوګرامه سپين سري او پنځوس کيلوګرامه تور سري دڅارنوال ټيم په شتون سره مرسته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د جوزجان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د دغه ولايت په مرکز کې پر ٢٢٠٠ بزګرانو د غنمو تخم او کيمياوي سرې وېشل شوې وې.
https://avapress.net/vdciu3arrt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته