افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیح الله خیراندېش وايي، دغه پروسه د بزګرانو د ملاتړ او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه پلې شوې، ځکه چې د بزګرانو د ودې او پرمختګ له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرمختګ شوی دی.
ده زياته کړه: په دې بهيرکې هر بزګر ته پنځوس کيلوګرامه دغنمو تخم، پنځوس کيلوګرامه سپين سري او پنځوس کيلوګرامه تور سري دڅارنوال ټيم په شتون سره مرسته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د جوزجان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د دغه ولايت په مرکز کې پر ٢٢٠٠ بزګرانو د غنمو تخم او کيمياوي سرې وېشل شوې وې.